خوست : علي شيروکې چاودني 3 پوليس مړه او ژوبل کړل
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 27 مارچ 2014 14:17 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 7
د خوست ولايت په علي شيرو ولسوالۍ کې د ګوډاګۍ ادارې د پوليسو په ګزمه درنه چاودنه شوې.
چاودنه چې بيګا ماخستن 8 بجې په تورو اوبو سيمه کې رامنځته شوه له امله يې 1 پوليس ووژل شو او 2 نور سخت ژوبل شول.
2014-03-27
........
.......
لغمان مرکزته څېرمه په بيس د توغنديوبريدزيان اړولی
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 27 مارچ 2014 14:18 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 22
د لغمان ولايت مرکز مهترلام ته نژدې په علي خيل سيمه کې د خارجي او داخلي عسکرو په ګډ پوځي مرکز توغندويي بريد ترسره شو.
د راکړل شوي خبر په اساس په مرکز تېره ورځ مازديګر مهال 6 بجې 6 توغندي وارشول چې يو يې د هماهنګي په دفتر، يو د واکونش سريع په دفتر او څلور د خارجي عسکرو په هستوګنځای ولګېدل.
د بريد له امله د مرکز ودانۍ په پوره ډول تخريب شوه او عسکر ته هم پکې درنه مرګ ژوبله واوښته، د مړو او ټپيانو د انتقال لپاره 2 امبولانس چورلکې راغلې.
2014-03-27
.......
.......
پکتيکا : خيرکوټ کې 7 عسکروته مرګ ژوبله واوښته
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 27 مارچ 2014 15:19 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6
د پکتيکا ولايت په خيرکوټ ولسوالۍ کې د وسلوال بريد په مهال د اجيري اردو 7 عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د راکړل شوي خبر له مخې بريد تېره ورځ سهار مهال 8 بجې د ولسوالۍ مرکزته نزدې د اجيري اردو په پلي ګزمه ترسره شو.
په بريد کې 4 عسکر وژل شوي او 3 نور مرګوني ټپيان شوي دي.
2014-03-27
........
........
سيداباد کې د دښمن په ګزمه بريد شوی
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 27 مارچ 2014 15:21 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6
له ميدان وردګ ولايت نه په سيداباد ولسوالۍ کې د استخاباراتي ادارې په کارمندانو د وسلوال بريد خبر ورکړل شو.
په خبر کې راغلي په ګزمه نن سهار 8 نيمي بجې په سلطان خيل سيمه کې وسلوال بريد وشو چې په مهال يې يو موټر تخريب شو او د يادې ادارې کارمندانو ته هم پکې مرګ ژوبله واوښته.
2014-03-27
........
.......
هلمند: مارجه کې دښمن یوه پوسته تخلیه کړه ، او2پولیس ووژل شول
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 27 مارچ 2014 15:59 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6
دهلمندولایت په مارجې ولسوالۍکې داجیرو پولیسو په یوه امنیتي پوسته وسلوال بریدترسره شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدپرون غرمه 12 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دتریخ ناور په سیمه کې دبارکزو بلاک ته نږدي داجیروپولیسو په امنیتي پوسته ترسره شو
دبریدپه ترځ کې 2 تنه اجیرپولیس ووژل شول
دوه ساعته وروسته په یاده سیمه کې اربکیان له خپلي پوستي وتښتیدل اوپوسته یې دمجاهدینودبریدله ډاره په بشپړه توګه تخلیه کړه
2014/3/27
.......
......
فاریاب : قیصار کې پراخي سیمي له اربکیانو تصفیه او2قومندانان تسلیم شول
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 27 مارچ 2014 16:00 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 12
دفاریاب ولایت له قیصار ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین د یوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : بیګاه شپه ددي ولسوالۍ اړوند درې پراخي سیمي [بورغن پایین ، بورغن بالا ، غوره چې په ګڼ شمیر کلیو مشتملي دي ] داسلامي امارت اتلو مجاهدینو دتصفیوي عملیاتو په ترځ کې داربکیانو له شتون څخه پاکي کړي
ددي تصفیوي عملیاتوپه مهال داربکیانو دوه تنه قومندان [جان محمد ولد خان محمد او حلیم ولد امیرمحمد ] تسلیم شول اوپاتي نوریې په تېښته له سیمو بریالي شول
2014/3/27
.........
........
هرات : په مختلفو ولسوالیوکې ددښمن په خلاف تصفیوي عملیات ترسره شول
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 27 مارچ 2014 16:00 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 7
له هرات ولایت نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : دوې ورځې وړاندي ددي ولایت دغوریان ، کوهسان ، زنده جان اوشینډنډولسوالیو کې ددښمن دیوه قومندان [امیر] اودهغه ملګروپه خلاف داسلامي امارت مجاهدینو پراخ تصفیوي عملیات ترسره کړل
تېره ورځ سهار له لسو بجو بیا دماښام تر 6 بجوپوري ددښمن پنځه تنه ځای په ځای قتل اوګڼ شمیر نورسخت ژوبل اوپاتي نوریې په تېښته بریالي شول اودغوریان ولسوالۍ ددوشاخ سیمه له دښمن نه په بشپړه توګه تصفیه شوه
وړمه شپه په سیمه کې ددښمن چورلکوپه مټ چاپه ووهله چې تربیګاه ماښام پوري یې دوام وکړ
ددښمن دچاپي په ترځ کې 3 تنه مجاهدین زخمیان او4 نوردشهادت لوړمقام ته ورسیدل ، انالله واناالیه راجعون
2014/3/27
........
.......
هلمند: نادعليٍ کې 4 اجیرعسکرقتل یوژوبل شو
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 27 مارچ 2014 16:01 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6
دهلمندولایت په نادعلي ولسوالۍ کې داجیري اردو په ګزمه چاودنه او وسلوال بریدترسره شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : نن سهار 6 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند د سه ویک غربي په سیمه کې دبوغرا پرغاړه له ژړپله سره داجیري اردو په پلي ګزمه لمړی دویشتونکوماینونوپه مټ دوې زوروري چاودني ترسره شوي
وروسته په دښمن وسلوال بریدترسره شو چې پوره یوساعت یې دوام وکړ
دبریداوچاودنو له امله څلورتنه اجیرعسکرځای په ځای ووژل شول اویوبل سخت ژوبل شو
2014/3/27
افغانستان